ادب او کلتورلیکني

د اولاد څخه د زده کړي په بهیرکي د رشتې د انتخاب حق اخیستل .

لیکونکی خان محمد سیال.

که له یوې خوا مواوپلار یاوالدین پراولاد ډېر زیات حقونه لري او هغوی مکلف دي چي ، دموراوپلار د حقونو په ورکړه کي بې غوري ونه کړي نودوی ته پکارده چي دحقونو دورکړي سره سره دهغوی زیات قدراوعزت وکړي خو له بلي خوا اولادهم پرموراوپلار ډېرزیات حقونه لري ، چي موراوپلارهم باید د خپل اولاد ټول حقونه تر ممکن حده ورکړي پرمور اوپلار یاوالدینو حقونه ، د اولاد په پیداکېدو خوشحاله کېدل هغه که نارهغه که نارینه وي که ښځینه ، پراولاد سم اوشرعي نوم ایښوول ، د اولاد په غوږ کي اذان ورکول ، په اولاد زده کړه اوتعلم کول د تعلیم سره سره د اولاد تربیه هم د موردنس څخه پیلیږي که چيري د یوې مور اولاد په نس وي په دې وخت کي مورته پکارده چي خپل ځان ته ډېر پام وکړي که چيري مورپه دغه وخت کي بده کړنه اوبد اخلاقي وکړي نوله دغه وخت  څخه هم پر اولاد تاثیر کوي مثلآ که یوه مور په دغه وخت کي درواغ ووايي کله چي دغه اولادپیداسي نو هغه به هم دوارغ جن وي ، درواغ به وايي د دې ترڅنګ علماء وايي چي د مورهره بده کړه پراولاد تاثیرکوي نوهمدارنګه کله چي اولاد لوی سي د پلارترپالني ورسيږی پلارته هم په کارده چي د اولاد پالني ته ډېره پاملرنه وکړي ځکه د اولاد د دغه وخت تربیه داولاد د دایمي ژوند دښه والي لامل ګرځي اودې ته ورته نورحقونه هم سته، داچي په اولاد زده کړه اوتعلیم کول یو حق دئ پرمور اوپلار باندي نواولاد داحق هم لري ، چي د مکتب اوښوونځی تر پای ته رسولو وروسته دلوړو زده کړو د تر سره کولو لپاره یوه رشته انتخاب کړي ، چي متاسفانا زموږ د اوسنیو ځوانانو او زده کړیالانو څخه درشتې د انتخاب حق اخیستل کیږي د کورنۍ دناپوهۍ له وجهي ، ځکه دلته کورنۍ د خپل اولاد سویه ، استعداد اوعلاقه په نظر کي نه نیسي ، هغوی یوازي پیسې اونوم په نظرکي نیسي دوی په اولادهغه پونځی وایي چي په ټولنه کښي نوم ولري اویا هم پیسې دهمدغه مسلک له لاري په لاس راوړي.

دا هغه بده کړنه ده ، چي داوسنیو ځوانانولپاره یې ډیري ستونزي راپیداکړي دي ، چي دغه ستونزي په پوهنتون کي ناکامي ، اوزیات چانسونه ، په مات زړه درس ویل ، او له پوهنتون څخه ډراپېدل یا پوهنتون پرېښودل هغه ستونزي دي چي د والیدینو دهمدغه کړني په خاطر اولادونه ورسره مخ کیږي ، که چیري یو شخص درس په شوق اوعلاقه وایي یا د پونځی اورشتې انتخاب په خپله خوښه کوي نو واضیح خبره ده چي دئ به په همدغه رشته کي کي د زیاتو نوښتونو څخه برخمن واوسي ، د همدغي کړني په خاطر دمحصل له لوري د پوهنتون پرېښودل یوازي د بیلګي په توګه نه راوړم ، بلکي ډېری ځوانان موږ خپله لیدلي ، چي پوهنتون یې پریښی وي د رشتې انتخاب د شعرالهام نه دئ چي دشعرجوړولو په وخت کي موږته راځي ، بلکي کلونه کلونه مخکي لاانسان د خپل ځان لپاره رشته ټاکلې وي ، ځکه د ته خپل استعداد اوعلاقه معلومیږي ،چي دی له څه شي زیاته مینه لري اود ی دکومي رشتې وړتیا لري نوټولومشرانو ته پکار ده ، چي په تعلمي ډګر کي د خپلو اولادونو دغه حق چي د ده په خوښه د رشتې انتخاب دئ وانه خلي .

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close