
د هند د سینما یو بل مشهور ستوری رشي کپور هم ومړ.
د ویلو ده چې تیره ورځ د هند د سینما نامتو ستوري عرفان خان د سرطان د ناروغۍ له امله ژوند د لاسه ورکړی وو چې د هغه پسې یواځې یوه ورځ وروسته یو بل مشهور ستوري رشي کپور هم ددې نړۍ نه کډه وکړه.
دا عرفان خان او رشي کپور مړینه د هند د سینما لپاره یوه ستره ضایع ده.
د هند د سینما پیژندل شوي ستوري امیتابچن د خپل ټویټر پاڼې له لارې د رشي کپور د مرګ خبر خپور کړ.
هغه وویل چې رشي کپور یو څو شیبې مخکې د ۶۷ کلونو په عمر ژوند د لاسه ورکړ.