خبرونه

طارق ارین: له خلکو سره د پولیسو ناسم چلند د منلو نه دی

د کورنیو چارو وزارت د هغه پولیس د نیولو خبر ورکوي چې په یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې تورخم ښارګوټي کې ځیني خلک ډبوي او ناسم چلند ورسره کوي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، چې دغه پولیس ذاکر نومیږي او د یاد وزارت د داخلي امنیت له خوا نیول شوی او تر څارنې او څېړنې لاندې دی.
ارین ویلي، چې د پولیسو دا ډول چلند د منلو نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د تورخم کمېسارۍ یو بل پولیس چې یو شمېر ښځې یې په لښته ډبولې وې، نیول شوی و او وروسته کورنیو چارو وزارت وویل چې نوموړی پولیس یې د جزا ترڅنګ له دندې د تل لپاره ګوښه کړ

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close