خبرونه

غني د ګاونډیو، سیمې او اسلامي هیوادونو سفیرانو سره ولیدل

جمهوري ریاست وایي، جمهور رییس محمد اشرف پرون مازیګر په چهار چنار ماڼۍ کې د ګاونډیو، سیمې او اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره ولیدل او له هغوی سره یې د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه لیده کې جمهور رییس غني د سولې پروسې او د هغې د راتلونکو ګامونو په اړه د افغانستان حکومت لیدلوری تشریح او د یادو سفیرانو پوښتنې ځواب کړې.

دا لیدنې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د اپریل ماشتې په ۱۶مه نېټه په ترکیه کې د افغانستان سولې لپاره ځانګړې ناسته جوړه شي، چې یاده ناسته به لس ورځې دوام وکړي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close