سیمه ایز خبرونه

مسګري: دغزنی په ولایت کې د مسګرۍ صنعت ورځ تر بلې د خلکو له پامه لويږي

په غزنی ولایت کې د تېر په پرتله د مسي لوښو توليد کم شوي او پير او پلور بازار يې په ټپه ولاړ دى

۵۳ کلن عبدالصبور، شور نیوز ته دخپل کسب کیسه دا سې کوی
دېرش کاله کیږي، چې د مسګري کسب یې د ميراث په توګه له خپل کورنۍ څخه چې د فرهنګي او لرغونې دورې لپاره د ده نېکه ګانو ترسره کاوه، زده کړي او دى هم تر اوسه يو مسګر پاته شوى دى.
وایي، یو وخت کې د خواړه انتقالولو لپاره له مسي لوښو خلکو کار اخيستل خو اوس د مسي لوښو پر ځاى له بهرني وارداتو او نيکلي لوښو څخه کار اخيستل کيږي.

“دا یوه مجمه ده خواړه پکې انتقالیږي دا هغه قابونه دي چې اوس يې ځای نیکلي قابونه نیولي او پخوا به پکې خلک خواړه یو چاته وړل.”

د هغه په خبره، د ده د کوچینوالي په دوره کې د استاذانو له خوا د مسګرۍ کسب روزنه ترسره کېدله. په هغه دوره کې هم د لاسي صنایعو توکي او تولیدات ډیر دود وو او په ډیره مینه سره به یې دغه کسب کول.

“د لاسي صنایعودغه لوښي موږ پخوا ډیر جوړول. استاذان مو لرل چې اوس دې خدای وبخښي ټول مړه شوي دي. اوس په دغه کسب اخته یو او نور کار هم نشو کولای ځکه زموږ کسب همدا دی.”

هغه په خپلو خبرو کې زیاتوي، د هېواد د لومړي ولسمشر سردار محمد داود خان په دوره کې د هېواد خلکو سربیره بهرنیانو د افغاني لاسي صنایعو د لیدلو او تشویق لپاره هېواد ته سیاحت کول او حکومت هم د لاسي صنایعو د ودې لپاره ډیر پلانونه او پروګرامونه په لاره اچول.
“څلویښت کاله مخکې، له انقلاب څخه مخکې دولتونه، د داود خان دوره هم یادیږي د داود خان په دوره کې به خارجیان دلته د سیل لپاره راتلل او دوهم دولت هم زموږ سره همکاري کول هغه شیان چې موږ جوړول تجاران له موږ څخه پېرل او بهر ته یي لیږل. زموږ ګټه ډیره وه ځکه دولت مو همکاري کوله.”

د عبدالصبور هغه دورې هم په ياد دي چې په هېواد کې له کورني صنعتونو ګټه پورته کېدله او د کورني تولیداتو په شتون کې به دولت د بهرني تولیداتو د واردولو مخه نیوله.
“خلک د لاسي صنایعو ښکلي شیان جوړول. ټول د اړتیا وړ توکي د هېواد کورني تولیدات وو له بهر څخه دغه ټوکي نه واردېدل. زموږ د کور وسایل ټول کورني تولیدات وو. اوس زموږ ټول وسایل له بهر څخه دي په همدې خاطر بیکاره یو.”

د مسګرۍ دغه کسبه کار په هېواد کې د بیکاري لمنې ټولول یواځنۍ لاره د کسبه کارانو ملاتړ او د کسب د زده کولو د زمینې برابرول د دولت له خوا بولي ترڅو له یوې خوا د دولت لاس نیوی به د مسګري په صنعت کې هم مثبت اغیز وکړي او له بلې خوا به افغاني دودونه بیرته خپل ځای ومومي.
“په هره اندازه چې حکومت له موږ سره همکاري وکړي موږ ښایي په زرګونه کسان په همدغه کسب په کار بوخت کړو. په هر کسب کې چې وي بیکار کس به پیدا نشي په هر کسب کې چې د دولت ملاتړ زموږ سره وي نو بیرته خپل پخوانی ځای او ودې ته لاسرسی مومي. زموږ خلک له ستونزو او جګړو څخه خلاصیږي.”

د هر افغان په څیر د ده غوښتنه او هیله د هېوادوالو لپاره یې د سولې او امنیت راتلل دي او همدارنګه د هېواد د اقتصادي ودې او بيوزلو او جنګځپلو افغانانو ته د کار دزمینې برابرول غواړي ځکه که دولت ورته پام ونکړي نو دغه کسبه کاران به نورو کارونه ته اړ شي تر څو کورنۍ نفقه برابره کړي.

راپور محمد عارف رپاند

ورته لیکنی

داهم وګوري
Close
Back to top button
Close
Close