خبرونه

۲۳ نور کسان پر کورونا اخته سوي

روغتیا وزارت خبر وایې چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۳ نورې مثبتې پېښې ثبت سوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۶ زره او ۵۹۸ تنو ته ورسېد

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۶ زره او ۵۹۸ تنو ته ورسېد.د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه دوه تنه مړه شوي او ۱۰ نور بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۲۴۹۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۱ زره او ۷۹۸ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close