خبرونه

په کابل کې د چاودنې مخه ونیول سوه

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامز وایي، نن سهار اووه بجې او ۵۰ دقیقې د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د کارته‌نو په سیمه کې د یو کور مخ ته ریموټ کنټرول ماین ځای پر ځای سوی و.
هغه زیاتوي، د کابل پولیس پر وخت سیمې ته رسېدلي او ماین یې شنډ کړی دی.
تر دې وړاندې هم په کابل ښار او نورو ولایتونو کې د ګڼو چاودنو مخه نیول شوې ده.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close