خبرونه

محمد حنیف اتمر: که طالبان له ترهګرو سره اړیکې پرې کړي، د سولې په مخ کې خنډ نسته

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر روسیې ته د خپل سفر پرمهال تېره ورځ د مسکو نړیوال دولتي انستیتوت محصلینو ته وینا کړې ده.
هغه پخپلو خبرو کې ویلي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په وینایي، که طالبان له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، سولې ته د رسېدو په لاره کې به هېڅ خنډ نه وي.
د اتمر په وینا، له ترهګرۍ سره مبارزه د نړیوالو هېوادونو تر منځ د یووالي مهم عنصر دی.
ده زیاته کړې چې ترهګري، د نشه‌یي توکو قاچاق، اجباري ګډوالي او د اقتصادي فرصتونو په مخ کې خنډونه هغه څلور ګواښونه دي چې روسیه او افغانستان ورسره مخ دي.
نوموړي په ورته وخت کې د مسکو او کابل تر منځ د اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی.
افغان چارواکي پر داسې مهال سیمه‌ییزو هېوادونو ته سفرونه کوي چې تر دې وړاندې د طالبانو پلاوي هم ایران او مسکو ته تللی وو.
په ورته وخت کې سیاسي شنونکي بیا د سیمې هېوادونو ته د افغان چاوراکو سفرونه د سولې لپاره مهم یادوي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close