خبرونه

حنیف اتمر روسیې ته تللی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر د خپل روسي سیال سرګي لاوروف په رسمي بلنه روسیې ته په سفر تللی دی.

روسیې ته د حنیف اتمر د سفر موخه، د ځینو روسي چارواکو په ګډون د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره لیدنه او پر ځینو موضوعاتو خبرې اترې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلی اتمر به نن پنجشنبه، له خپل روسي سیال سره د دغو هېوادونو د دوه‌اړخیزه اړیکو پر پراختیا، له ترهګرۍ او افراطیت سره پر مبارزې خبرې وکړي.

د دې وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب رسنیو ته ویلي، ښاغلی اتمر به له روسي چارواکو سره د افغانستان د سولې په خاطر د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا په ګډون پر ځینو مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

روسیې ته د ښاغلي اتمر سفر داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او د دې هېواد اړیکې ترینګلې شوې، چې ځینې لاملونه یې رسنیو خپاره کړي، لکه د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هغه خبرې چې د افغانستان د شخړې په اړه یې پکې تر اوسني وضعیت د لنډمهالي حکومت ټینګښت غوره ګڼلی و.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close