خبرونه
۱۶ نور کسان پر کورونا اخته سوي

روغتیا وزارت وایې چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۶ نورې مثبتې پېښې ثبت سوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره او ۶۹۶ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه څلور تنه شوي او ۱۹۵ تنه ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۲۴۴۲ او د رغېدلو کسانو شمېر ۴۹ زره او ۲۸۱ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.