خبرونه

ستانکزی د ناټو له استازي سره خبری کړي

د افغانستان دولت مذکراتي پلاوي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي چې دواړو لورو د تاوتریخوالي زیاتېدو  له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو یې اندېښنه ښودلې او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر یوې سیاسي حل لار ټینګار کړی.

دوی همدارنګه ویلي چې د افغانستان خلک له روانې جګړې او تاوتریخوالي ستړي شوي او په هېواد کې د هر څه ژر سولې او ټيکاو د ټینګښت غوښتونکي دي.

ستانکزې د خپلو خبرو پر مهال د سولې پروسه کې د هېوادونو د اغېزناک رول ته په اشارې ویلي، چې سیمه ییزه او نړیواله اجماع د افغان سولې پروسه کې مهم رول لري او کولای شي چې د افغان سولې پروسه بریا ته ورسوي.

په ورته مهال د ناټو ملکي استازي له افغانستانه د ملاتړ ترڅنګ دلته د تاوتریخوالي لوړه کچه د اندېښنې وړ  بللې او د تلپاتې سولې د ټینګښت غوښتنه یې کړې ده.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close