خبرونه

په ننګرهار کې د هیرویینو کارخونه ویجاړه سوه

له دفاع وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کې لیکل سوی، افغان سرتېري پر دې توانېدلي چې د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د طالبانو د هیرویینو کارخونه ویجاړه کړي.
خبرپاڼه وایي، د ملي اردو ځواکونو د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې د « تو تو» کلی د وسله والو طالبانو له شتون پاک سوی او د هیرویینو دغه کارخونه هم ویجاړه سوې ده.
د سرچینې په وینا، د عملیاتو پر مهال ۱۰۰۰ بوجۍ چرس هم له منځه وړل شوي، ۱۵۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۱۲۰ کړۍ ماینونه هم شنډ سوي دي.
که څه هم امنیتي چارواکي د هیرویینو دغه کارخونه د طالبانو اړونده بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه او خپل ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم د افغان سرتېرو په عملیاتو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا سوې

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close