سیمه ایز خبرونه

غزني کي له ۵۰۰ بي ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وسوه

د غزني ولایت د کډوالو چارو ریاست له هغو ۵۰۰ کورنیو سره شا وخواه اونیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وکړه چې د سږ کال په وروستیو کې د نا امنیو او جګړو له کبله بې ځایه سوي
د غزني ولایت والي برید جنرال سید عمر نوریستاني د شنبې په ورځ په اسلامي ثقافت کې د کډوالو چارو ریاست له لوري په دغه ولایت کې د ۱۰۰۰ کورنیو له جملې ۵۰۰ بي ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرستو لړۍ پیل سوه .
ښاغلي نوریستاني د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د مرستو د ستایني ترڅنګ یې له هغوی وغوښتل، چي د داخلي بې ځایه شویو په برخو کي دي خپل فعالیتونه نور هم زیات او پراخ کړي.
نوموړي وویل په غزني ولایت کې د وروستیو جګړو له امله د بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستي رسولو په برخه کي مسؤلین مسؤلیت لري چې د دغو خلکو لاسنوي په برخه کې کار وکړي.
د عزني والي دغه راز ټینګار وکړ چي د مرستندویه ادارو لخوا د مرستو په پروګرامونو کي هیڅ ډول درغلي ورته د منلو وړ نه ده او باید ټولي همکارۍ ادارې ولایتی ادارې سره په همږغۍ خپل پلانونه ترتیب او عملي کړي.
په غزني ولایت كې د کډوالو او بېر ته راستنیدونکو چارو رياست مشر درمحمد کاکړ نن د دغو مرستو د ویشلو پر مهال وویل،چي په دي وروستیو کي د دي ولایت له یو شمېر ولسوالیو او ځينو نورو ولایتو څخه سلګونه کورنۍ د روانو جګړو او ناامنیو له کبله مرکز غزني ته را بي ځایه شوي دي،چي له ډلي څخه یې نن له ۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وسوه.
د یادوني وړ ده چي د سږ کال په اوږدو کې د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو رياست او د غزني ولایت له طبعي پیښو سره د مبارزي ریاست له لوري په زرګونو بي ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستي تر سره سوې دي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close