خبرونه

د کورنیو چارو زوارت: د ښار جوړونې وزارت ۱۲ کارکوونکي نیولي

د کورنیو چارو زوارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د ښار جوړونې وزارت دوه لوړ پوړي  چارواکي او لس کار کوونکي د ختلاس په تړاو نیولي دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې پولیسو نن له غرمې مخکې د ښار جوړونې وزارت مالي او ادارې لوی ریییس، د تدارکاتو لوییس او لس تنه نور کسان نیول سوي

د نوموړي په خبره د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د اختلاس او همدارنګه له خپلې دندې د ناوړه ګټې په تړاو نیولي دي.

دی زیاتوي چې د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کشفي او اوپراتیفي موندنو له مخې، نیول سویو کسانو د ښار جوړونې وزارت په تړونونو کې میلیونونه افغانۍ حیف او میل کړې دي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close