خبرونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: علاقه نه لرو چې افغان چارو کې لاسوهنه وکړو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي چې هېواد یې افغان چارو کې لاسوهنې سره هیڅ علاقه نه لري. د جیو نیوز د راپور له مخې، قریشي زیاته کړې چې پاکستان تل هڅه کړې ده
چې افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي خو له دې سره سره ځینې هېوادونه او ځانګړې کړۍ ورباندې د نه همکارۍ تور پورې کوي.
قریشي ویلي چې پاکستان د افغاني لوریو په ګډون له ټولو هېوادونو څخه غواړي چې په دغه هېواد کې د سولې د راتګ لپاره صادقانه هڅې وکړي.

هغه یو ځل بیا په دوحه کې د په ټپه ولاړو بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه هم کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې له سولې او ثبات سره مرسته کوي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close