خبرونه

ایران هیواد د افغانستان اسلام کلا بندر ته د توکو لېږد بیا پیل کړ

ایراني چارواکو وایې چې د اسلام کلا بندر له لارې یې افغانستان ته له سون توکو پرته د نورو سوداګریزو توکو لېږد بیا ځلې پیل کړی دی.

د ایران له لارې د هرات اسلام کلا بندرته د خوراکي توکو د لېږد بهیر وروسته له هغې پیلېږي چې په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې سون توکو سربېره د خوراکي توکو بیو کې خورا ډېر لوړوالی راغلی دی.

د توکو د بیو لوړوالي عام افغانان اندېښمن کړي او له حکومته غواړي څو دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

په داسې حال کې چې د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد وروسته له هغې و ځنډېد چې د دغه بندر په ګمرک کې سلګونه موټر وسوځېدل او لسګونه ميليونه ډالر زيان يې واړاوه

 

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close