خبرونه

ولسمشر غني د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي پر استاد مبشر مسلمیار برید وغانده

هغه وایي تروریستانو نن د اسلامي علومو یو تن پیاوړی استاد له خپل زده کوونکي سره  وواژه چې دغه عمل یې د دیني ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وایي چې دغه راز ولسمشر د یادې  پېښې د هراړخیزې ارزونې او د هغو د عاملینو د پېژندنې او مجازاتو په موخه اړوندو ادارو ته لارښوونې هم وکړې.

د کابل پوهنتون استاد مولوي مبشر مسلمیار په یوه بمي چاودنه کې نن له خپل یوه زده کوونکي سره ووژل سو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې هدفي وژنو او بمي چاودنو سخت زور اخیستی چې عام خلک یې سخت اندېښمن کړي دي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close