بیا رغونه

کابل ښاروالۍ: په نژدې راتلونکې کې به په دغه ښار کې عامه ښاري بسونه فعال سي

د کابل ښاروالۍ د مطبوعاتو مشر نعمت الله بارکزي له رسنیو سره په خبرو کې وایې د دغو بسونو ازمایښتي لړۍ به د احمدشاه بابا مینې ته غځېدلې سړک په اوږدو کې فعاله کیږي او له هغه وروسته به د کابل ښار په ۱۲ لارو ۲۶۰ بسونه کار پیل کړي چې د ټول ښار ټرانسپورټي چارې به پرمخ بوزي.

کابل ښاریان ډېر کله شکایونه کوي چې د ډېر بیروبار له وجې په وخت خپلو دندو ته نه شي رسېدلی.

دوی وايي، که چېرته د بسونو خدمات پیل شي، تر ډېره به ګڼه ګوڼه راکمه شي او هغه ستونزې چې دوی یې ورسره لاس او ګرېوان کړي حل سي

په کابل ښار کې اوسمهال د بسونو سروېس په ټپه ولاړ دی. یوازې کوچنۍ ټیکسي او ورته شخصي موټرونه د لېږد رالېږد چارې پر مخ وړي چې په ښار کې یې سخته ګڼه ګوڼه جوړه کړې.

کلونه وړاندې کابل ښار د برېښنايي بسونو منظم سیستم درلوده، خو د نویمې لسیزې کورنیو جګړو یې دغه ستره شتمني دړې وړې کړه.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close