سپورټ
راشد خان د پاکستان هېواد په سوداګرویزو سیالیو کې د ګډون په هدف کراچۍ ښار ته ولاړ

راشد خان د پاکستان هېواد په سوداګرویزو )پي اس ال) سیالیو کې د ګډون په هدف کراچۍ ښار ته ولاړ او هلته به له قرنطین وروسته له خپلې لوبډلې سره یو ځای سي.
راشدخان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د لومړي ځل لپاره په دغه لیګ ګډونه کوي او خوښ دی چې په سالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبه کوي.
دغه سیالۍ د روانې فبرورۍ میاشتې په شلمه نېټه د شپږو لوبډلو په ګډون ترسره کېږي چې پکې د پاکستان په ګډون د نړۍ مشهور لوبغاړي په دې سیالۍ کې برخه لری.
د دغو سیالیو لپاره له افغان لوبغاړو څخه مجیب الرحمن، نور احمد لکڼوال، راشد خان قیس احمد او محمد نبي د بېلابېلو لوبډلو لخوا اخیستل سوي دي.