اقتصاد

په ګردېز کې د ولسي تړون او د ملي دسترخوان د دوو پروګرامونو پرانیسته وسوه

د سیمه یېزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس شمیم خان کټوازی چې د لوګر او خوست ولایتونو له سفر وروسته پکتیا ته تللې دلته یې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ولسي تړون او د ملي دسترخوان پروژې پرانیستې.

نوموړی وایي، یادې پروژې به د پکتیا په مرکز ګردېز کې د هغو شوراګانو لخوا پلي شي، چې د خلکو په رایو ټاکل سوي.

شمیم خان کټوازي ویلې چې دواړه پروګرامونه د خلکو په خوښه د شوراګانو له خوا ترسره کېږي، چې له مخې یې د فساد د ترسره کېدو فرصت ډېر کم لیدل کېږي.

د ۲۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ولسي تړون او د ۱۸۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ملي دسترخوان دغه پروګرامونه به د پکتیا په مرکز ګردیز په ۶ ناحیو کې د ۳۰ پراختیایي شوراګانو له لارې د سړکونو او کوڅو جوړولو، برېښنایي اسانتیاوو برابرولو، د تفریحي ځایونو جوړولو او د ښځو ځواکمنتیا په برخو کې بېلابېلې پروژې پلي کړي او د ۱۱۴ پراختیایي شوراګانو له لارې به د ګردیز ښار ۲۳ زره بې وزله کورنیو ته د څلور زره افغانیو په لګښت خوراکي مواد وویشل سي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close