خبرونه
په پکتیا کې ماین چاودنې یو تن قومي مشر وژلی او یو بل کس یې ټپي کړی دی

د پکتیا د پولیسو ویاند حیات الله نظامي وایې چې چاودنه نن مازدیګر ناوخته د دې ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ په خوازي خېلو سیمه کې سوې.
دی وایي، د چسپکي ماین په دې چاودنه کې د حاجي رحیم په نوم یو قومي مشر وژل شوی او یو بل کس ټپي سوی.
تر اوسه د دې چاودنې مسولیت چا نه دی منلی