خبرونه

غني او راس ویلسن د سولې پر بهیر خبري کړي

د ارګ وایې جمهور رییس محمد اشرف غني پرون مازدیګر مهال په کابل کې د امریکا له شارژدافیر راس ویلسن او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره وکتل.

خبرپاڼه وایې په دې کتنه کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال هم ګډون درلود او سکاټ مېلر دوحې ته د خپل سفر معلومات له جمهور رییس غني سره شریک کړل.
سرچینه زیاتوي، دواړو لورو د افغانستان سولې پروسې، جینوا کنفرانس د ژمنو او د امریکا له نوي حکومت سره د افغانستان د اړیکو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د دوی تر منځ دا کتنه پر داسې مهال ترسره کېږي چې له څو ورځو راهیسې په دوحه کې د افغان سولې په هدف په پیل شوو خبرو کې پرمختګ نه دی شوی او تر اوسه دواړه لوري د اجنډا پر توحید نه دي سلا شوي.
همدارنګه تېره ورځ د جوبایډن د کابیني د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې دوی به له طالبانو سره د امریکا پر سوې هوکړه له سره کتنه وکړي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close