خبرونه

کرنې وزارت: املوکو په کندز کې ښه حاصلات ورکړي

کرنې وزارت وایي چې په کندز ولایت کې د نورو مېوو تر څنګ د املوکو باغونه هم د پراخېدو په حال کې دي او حاصلات یې هم زیات سوي

د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالهادي قرلق ويلي، چې د کندز ولایت په کچه څه باندې۳۰۰ جریبه د املوکو بڼونه سته چې سږني حاصلات یې ۹۹ ټنو ته رسېدلي دي.

قرلق زیاته کړې چې د کندز په ټولو ولسوالیو کې د املوکو باغونه سته، خو د دې ولایت د مرکز په ګډون د امام صاحب، دشت ارچي، قلعه ذال، کلباد او چهار درې ولسوالیو کې کال په کال ډېرېږي او حاصلات یې هم له یوه کاله بل ته د ډېرېدو په حال کې دي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close