خبرونه

مزار شریف کې د تښتول سوي ماشوم په تړاو۲۰ تنه نیول سوي

چارواکې وايي د یوه تښتول سوي ماشوم د موندنې د عملیاتو په لړ کې د یوې مشکوکې ښځې په ګډون ۲۱ کسان نیول سوي.

د بلخ والي فرهاد عظیمي وویل: “دې قضیې زیات پرمختګ کړی، تر ۲۰ زیات کسان مخکې نیول سوي یوه ښځه چې موږ ورباندې شکمن وو، په وروستیو ورځو کې نیول سوې هیله‌من یو د هغې په مرسته د نورو تښتوونکو څرک ولګوو.”

د تښتول شوي ماشوم عبدالرؤف پلار محمد نبي وايي، تښتوونکو ورڅخه د یو نیم میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.

جمهوري ریاست تېره شنبه وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ چارواکو ته خبرداری ورکړی، که دغه ماشوم پیدا نه‌کړي، ټول به له دندو لیرې کړای شي.

دغه ماشوم درې میاشتې مخکې په مزار شریف ښار کې وتښتول شو چې تر اوسه‌یې د موندلو لپاره هڅو نتیجه نه‌ده ورکړې

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close