خبرونه

۲۰۳ تندر قول اردو: غزني ولایت کې یې د وسله‌والو طالبانو یوه حمله شنډه سوی

د دې قول اردو ویاند اېمل خان مومند پرون وویل، طالبانو غوښتل پرون ماسپښین د ګیلان ولسوالۍ په بختیار سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړي.
مومند وویل، امنیتي ځواکونو ځوابي اقدام وکړ: “د دفاعي او امنیتي ځواکونو بیدارو منسوبینو د ترهګرو طالبانو د دې شوم پلان تر عملي کېدو مخکې دوی ته کمین نیولی و او د دوی برید یې له ماتې سره مخ کړی. په پایله کې د مولوي قدرت د ترهګرې ډلې دوه تنه ترهګر طالبان وژل سوي

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه رسماً کومه تبصره نه‌ده کړې

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close