خبرونه
د لغمان امنیتي چارواکي د څلورو وسلوالو طالبانو د نیول کیدو خبر ورکوي

د لغمان والي رحمت الله یارمل وایي، چې د ملي امنیت ځواکونو په تیره یوه اوونۍ کې د دې ولایت په بیلابیلو سمیو کې دعملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو ۴ مهم غړي نیولي دي.
یارمل زیاتوي چې نیول شوي کسان د ماینونو ځای پرځای کولو، ترور، تخریبي او نورو ګڼو ترهګریزو فعالیتونو په ترسره کېدو کې ښکیل وو.
بل خوا د لغمان ملي امنیت د نیول شویو وسله والو طالبانو هغه ویډیو خپره په کې د هیواد الله په نوم نیول شوی کس اعتراف کوي چې د وسله والو طالبانو له لوري د افغان ځواکونو پر ضد جګړې ته هڅول شوی و.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
جان اغا صالح