خبرونه

په دوحه کې د فغانانو ترمنځ ناسته سوې

دوحه کې دافغان دولت او د طالبانو د مرکچي پلاوو د مشرانو او یو شمېر غړو ترمنځ مخامخ ناسته ترسره سوه چې دواړو لورو د اجنډا پر مسایلو خبرې کړې دي.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې، د دواړو ډلو مشرانو او د هیئت د څو غړو ترمنځه ناسته وشوه.

د نوموړي په خبره په ناسته کې د اجندا پر مسایلو او د راتلونکو ناستو په هکله خبرې وسوې.

په ورته مهال د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ هم د دغه خبر پخلی کړی او پر خپله ټوېټر پاڼه یې ورته الفاظ لیکلي دي.

همدارنګه د ملي مصالحې عالي شورا هیله څرګنده چې د مذاکراتي پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي او تمه شته چې ټول اختلافي موضوعات حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې د قطر په پایتخت کې د بین الافغاني خبرو د دوهم پړاو خبرې پیل شوې چې تر اوسه د دواړو مذاکراتي ډلو لخوا د ټاکل شوو ګرپونو ترمنځ بحثونه روان دي ترڅو یوه واحده اجنډا رامنځټه کړي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close