خبرونه

د انسان تښتوونکو له لوري تښتول سوی ماشوم یې خپلې کورنۍ ته وسپارل سو

د بامیان ولایت امنیتي مسؤلان وايي، یو ۷ میاشتنی ماشوم چې درې ورځې وړاندې ددغه ولایت له سیمه ییز روغتون څخه تښتول سوی و نن ددې ولایت په مرکز کې د پولیسو له لوري د تښتوونکو له منګولو وژغورل سو.

د بامیان امنیه قومندان زبردست ساپی وايي چې دغه ماشوم د تېرې پنجشنبې په ورځ یوې پینځه کسیزې ډلې تښتولی و او نن بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل سو.

د ښاغلي ساپي په خبره، ددې قضیې په تړاو یوه ښځه نیول شوې او څلور شکمن کسان د پولیسو تر څار لاندې دي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په بلخ ولایت کې هم نژدې درې میاشتې وړاندې د عبدالرووف په نوم یو ماشوم هغه مهال چې ښوونځي ته په لاره و د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول سو چې تر اوسه نه دی ازاد سوی.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close