خبرونه

پکتیکا ولایت کې د وسلو زېرمه کشف سوې

امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت ارګون په ولسوالۍ کې يې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د وسلو او مهماتو یوه زیرمه کشف کړې

پکتیکا کې د پولیسو ځانګړې قطعې قومندان خانزاده کاروان وایې تېره شپه ناوخته يې د ارګون ولسوالۍ په پښتۍ سیمه کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه زیرمه کشف کړې
هغه څرګندوي، په نیول سویو مهماتو کې سپکې او درنې وسلې شاملي دي چې په قول يې، پرته له کومې نښتې د دوی لاسته ورغلي دي.
د یادې پېښې په اړه تر اوسه طالبانو یا کومې بلې ډلې څه نه دي ویلي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close