خبرونه

په کابل ولایت کې د وسله والو غلو ډله ونیول سوه

د کابل امنیتي چارواکي وایې چې ځواکونو یې د اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې د ۱۳مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د وسله والو غلو هغه څلور کسیزه ډله نیولې چې له خلکو به یې موبایلونه، پیسې او لاسي بکسونه غلا کول.

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، له نیول شوو کسانو ۱۸ غلا شوي موبایلونه، یو میل کمري وسله او یو سراچه موټر هم تر لاسه سوي
د فرامرز په وینا، نیول سوو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر ۴۱ وسله والو غلاوو اعتراف کړی چې ۱۱ یې له کورونو څخه او ۳۰ نورې د موبایلونو او لاسي بکسونو غلاوې دي.
دی زیاتوي چې له نیول شوو غلو څخه نورې څېړنې هم روانې دي.
په دې وروستیو کې د وسله والو غلاوو پر وړاندې د امنیتي سرتېرو مبارزه ګړندۍ شوې، خو هېوادوال په دې برخه کې د امنیتي بنسټونو پر لا ډېرو هڅو ټینګار کوي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close