خبرونه

د افغانستان زعفرانو د ښه کیفیت په لرلو سره اول مقام خپل کړل

د افغانستان زعفرانو د ښه کیفیت په لرلو سره د اروپایي ټولنې د ذایقې د نړیوال انستیتوت له لورې د درې طلایي ستوروپه اخیستو سره په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړو.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي وویل، چې د کیهان زعفران زراعتي شرکت د افغانستان په استازیتوب دا جایزه ترلاسه کړه.

احمدي زیاته کړه، د کیهان زعفران زراعتي شرکت وروسته له دې کولای شي چې د دې اروپايي بنسټ ټاپه د خپل زراعتي محصولاتو پر سر وکاروي او په نړیوال کچه ورڅخه کار واخلي.

نوموړي زیاته کړه چې دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان د اروپايي ټولنې د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ د لومړي مقام جایزه اخلي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close