خبرونه

کاپیسا ولایت کې یو کس خپل ورور له لفظي شخړې وروسته وژلی

د کاپیسا ولایت امنیتي چارواکي وایې چې نن غرمه یو کس د کوهستان حصه اول ولسوالي کې یو کس خپل ورور له لفظي شخړې وروسته وژلی دی.

د امنیه قومنداني ویاند شایق شورش وایي دغه پېښه غرمه مهال ۱۲ بجې د کوهستان حصه اول ولسوالي په رازي خیلو خم زرګر سیمه کې رامنځته سوې

د نوموړي په خبره چې دغه پېښه د دوه ورونو له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده. شورش وایي، چې وژل شوی کس ۳۰ کاله عمر لري او قاتل یې د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

له دې وړاندې هم په یاد ولایت کې د دوه ورونو ترمنځ د فوټبال لوبې دې د لیدلو پر سر جنجال کړی و، چې یوه یې بل په ډزو وژلی و.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close