خبرونه

کندوزکې پر درېوو محلي راډیوګانو برید سوی

د کندوز ولایت اوسېدونکو د دې ولایت پر درېوو محلي راډیوګانو برید کړی.
نی یا له آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسوولان وایي د کندوز ځینو اوسېدونکو پر زهره، چراغ او کیهان راډیوګانو برید کړی او وسایل یې ورته له منځه وړي

د نی اجرائیه مشر مجیب خلوتګر زیاتوي چې ځایي خلکو د جمعې له لمانځه وروسته دا برید کړی.
نوموړی وایي د یوه مسجد لمونځ کوونکو وروسته له هغې چې د یوې راډیو نشرات د مسجد له امواجو سره ټکر وکړ او سندره پکې نشر سوې، او له همدې امله یې دا برید کړی دی

د خلوتګر په وینا بریدکوونکو د یادو رسنیو کارکوونکو ته زیان نه دی رسولی خو وسایل یې له منځه وړي

بل لورته د زهره راډیو مسوول مدیر محسن احمدي وایي د مسجد امام هغه مهال لمونځ کوونکو ته د برید امر کړی کله چې د لمانځه پرمهال د مسجد له لاوډسپیکر نه د امواجو د ټکر له امله د سندرو غږ نشر سوی

نوموړی وایي که څه هم د دوی نشرات د برق د نشتون له امله څو ساعته نه وو خو بیاهم لمونځ کوونکو پر دوی برید وکړ.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close