خبرونه

فاریاب کې زندان کې د زندانیانو تر منځ نښته کې یو کس وژل سوی او پنځه نور ټپیان سوي

د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش رسنیو ته ویلي، دا نښته پرون له غرمې وروسته ۵:۰۰بجې رامنځته سوي چې د نوموړي په وینا دا نښته په داسې حال کې رامنخته سوه چې د ځینو زندانیانو له یو بل زنداني سره لفظي شخړه رامنځته سوې وه.

ښاغلي یورش زیاته کړه، کله چې پولیس له دې قضيې خبر شو سمدستي یې اقدام وکړه او زندانیان يې خپل اړوند بلاکونو کې ځای پر ځای کړل.

د فاریاب د پولیسو ویاند زیاته کړه، چې دا قضیه د کشفي برخې څارنوالانو په حضور کې تر پلټنې لاندې ده.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close