خبرونه

په غزنی ولایت کې موټر بم د ملې اردو ۷ سرتیري ټپیان کړی

دغزنی ولایت ځايې چارواکې وایې تیره شپه د کابل کندهار په لویه لار د غزنی ولایت د نانې په سمه کې د ملی اردو په یو بیس باندي چاودنه شوی ده

د غزنی د والې ویاند واحدالله جمعه زاده وویل چې وسلوالو طالبانو غوښته چې د غزنی د نانی په سیمه کې د ملی اردو په کنډک باندی د هاموی ټانګ په واسطه برید تر سره کړې خو بریدګر مخکې تر مخکې وپیژندل شو او له منځه لاړ.

جمعه زاده وایې چې په یاده پیښه کې د ملې اردو ۷ سرتیري ټپیان شوي او يو ملکې کس په کې شیهد سوی ده

ښا غلی جمعه زاده وایې چې له چاودنې ورسته نېښته هم شوي او طالبان په شا تمبول سوې

دا په داسی حال کې ده چې د افغان سولې مذاکرات، چې له شل ورځني ځنډ څخه وروسته د روانې میلادي میاشتې په ۶مه نېټه په قطر کې پیل شول، یوازې یو ځل د دواړو لورو ترمنځ مخامخ ناسته سوې ده، چې جزیات یې لا هم له رسنیو سره نه دي شریک سوي

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close