خبرونه
۲۶ رد سوي افغانان له جرمني کابل ته راغلل

فغان پناه غوښتونکو چې په جرمني کې یې پناه غوښتنې رد شوي، ۲۶ کسیزه ډله نن کابل ته ورسېده.
د هوايي ډګر مسوولین وایي، د دغو کسانو لپاره چارتر سوې الوتکه د سهار اووه بجې په کابل کې کېناستله.
دا د ۲۰۱۶ میلادي کال له ډسمبر راهیسې ۳۵م ځل دی چې له جرمني څخه افغان پناه غوښتونکي د اسنادو د نه منل کېدو وروسته افغانستان ته استول کېږي.
د ‘ډي.پي.اې’ خبري اژانس په راپور کې په همدې موده کې له جرمني د ایستل شوېو افغان پناه غوښتونکو شمېر ۹۶۳ تنه ښودل سوی
نورو اروپایي هېوادونو هم ورته لړۍ پیل کړې