خبرونه

روغتیا وزارت: په هېواد کې ۴۶ کسان پر کورونا اخته سوي

روغتیا وزارت وایې چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۶ نورې مثبتې پېښې ثبت سوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۵۸۴ تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نور الله ترکی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۱۳ تنه مړه سوي او ۱۸۹تنه ترې روغ شوي دي چې په دې سره د مړو شمېر ۲۳۰۱ او د رغېدلو کسانو شمېر ۴۳ زره او ۱۳۷ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره سوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close