خبرونه

خلیلي پاکستان هېواد ته ځي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایې چې د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد کریم خلیلي نن اسلام آباد ته په دوه ورځني سفر ورځي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې کریم خلیلي به له پاکستاني چارواکو سره له نږدې وګوري او د افغان سولې تر څنګ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا خبرې او بحثونه وکړي.

اعلامیه زیاتو چې کریم خلیلي به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سربېره له نور چارواکو سره خبرې وکړي او له یادو لوړ پوړ چارواکو سره د سولې پروسې په تړاو خبرې وکړي.

پاکستان په خپلې اعلامیه کې له افغان سولې پروسې څخه ملاتړ ښودلی او په دې برخه کې د خپلو هڅو ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار هم سفرونه کړي و.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close