سپورټ

د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي په متحده عربي اماراتو کې له ایرلند سره د لوبو لپاره تمرینات پیل کړل

د افغانستان او ایرلند لوبې د همدې جنورۍ په ۲۱، ۲۴ او ۲۶ مه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې ترسره کېږي.
کرکټ بورډ په یوه بیان کې وایې چې افغان لوبغاړي به د لوبې دری واړو برخو توپ اچوونې، توپ وهنې او ډګرساتنې په برخو کې لنډې او ښې روزنې وویني څو له ایرلند سره لوبو ته چمتو وي.

د افغانستان د کرکټ درې وتلي لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن هم چې د اسټرالیا په بېګ بش کې لوبېږي دې لوبو ته ورځي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close