محمد اشرف غنی له «سي این این»سره خبرو کې ویلي چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړي

ښاغلي غني او میرمن یې رولا غني د سي این این له «امانپور» سره په یوې مرکې کې په سولې، کرونا ویروس او نورو مسایلو خبرې وکړې.
ښاغلي غني وویل: « زما اصلي هدف دا دی چې وکولی سو واک د خلکو د ارادې په اساس منتخب ځای ناستي ته وسپارو.»
ولسمشر غني پر داسې مهال له خپل لوري منتخب حکومت ته د واک پر سپارلو ټینګار کړی چې دا مهاله په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل سوی
وسله وال طالبان چې دا مهاله په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له مذاکراتي پلاوي سره دوهم پړاو بین الافغاني مذاکراتو ته کینې په افغانستان کې د «نوي اسلامي نظام» پر رامنځته کېدو ټينګار کړی دی.
خو ولسمشر غني له «سي این این» سره خپلې مرکې ویلي چې د طالبانو ځان غوښتنه به د سولې پر روان بهیر منفي اغېز وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې افغان ټولنه شاتګ نه غواړي او په وینا یې هغه ټولنه نه ده چې د طالبانو پخوانۍ تګلاره ومني.