خبرونه

ولسمشر غنی د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړې

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر اشرف غني نن مازدیګر د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په ارګ کې وکتل.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، د افغانستان او ترکمنستان اړیکو په تېرو څو کلونو کې د سوداګرۍ، ترانزیټ، اقتصادي او سیاسي برخو کې زیات پرمختګونه کړي دي.

سرچینه وايي، ښاغلي مرادوف وویل چې حکومت یې له افغانستان سره د پراخه اړیکو غوښتونکی دی او دوی هڅه کوي چې د سیمه ییز اتصال لپاره د افغان حکومت د لیدلوري او اجنډا ملاتړ وکړي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، په دغه کتنه کې دواړو لوریو د ټاپي، ټاپ او نوري فایبر اقتصادي پروژو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د وسپنې پټلۍ او افغانستان کې د بندونو جوړولو په اړه خبرې وکړې او د هکاریو په لا پراختیا یې ټینګار وکړ.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ترکمنستان په خاوره کې د ټاپي پایپ لاین د جوړولو کار پای ته رسېدلی او روان میلادي کال کې د افغانستان په خاوره کې د یاد پایپ لاین د کار د تمديدېدو په خاطر لازم تدابیر نیول سوي

په دې ناسته کې ولسمشر غني ویلي، افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکي دی او نه غواړي چې د سیمه ییز تاوتریخوالي برخه اوسي.

د یادونې وړ ده چې په دغه کتنه کې په ترکمنستان کې د افغان ځوانانو د تحصیلاتو په اړه هم خبرې شوي او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې په خاطر خپل تیاری ښودلی دی.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close