سیمه ایز خبرونه

تیر ۲۴ ساعتونو کې په کرونا وبا ۹ تنه مړه سوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو هیواد کې د کروناویروس د ۱۰۲ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۹ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۶۹۱مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۱۰۲ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۲۰۷ ته پورته شوو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله ۹ تنه مړه شوي چې په دې سره دکرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۲۵۳ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ۱۷۴ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۲۸۴۰ تنو ته لوړ سو.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close