نړیوال خبرونه

پاکستان وایي د راتلونکي کال له جنورۍ به افغانانو ته د وېزې د ورکړې سیستم انلاین سي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي دوی ته داسې معلومات رسېدلي چې دمګړی له افغان او چینایي وګړو د پاکستاني وېزې د ورکړې لپاره رشوت اخیستل کېږي
او په دې بهیر کې پراخ فساد موجود دی. دده په وینا د راتلونکي میلادي کال له پيله به د ویزو اخیستلو ټول سیستم انلاین شي چې په دې توګه به د فساد مخه ونیول سي. نوموړي ویلي دوی د ویزو د ورکړې په برخه کې پر لا اسانتیاوو او معیاري کولو کار روان کړی دی.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close