نړیوال خبرونه

د امریکا ولسمشر جوبایډن ژمنه کړې چې په دې هېواد کې به د کرونا ضد واکسین پروګرام لا ګړندی کړي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې لخوا د واکسین د وېش پر لړۍ انتقاد کړی وکړ او دا پلان یې وروسته پاتې وباله.

جوبایډن د ولسمشر ټرمپ ادارې پلان درلود چې د روان کال تر پایه ۲۰ میلیونه دوزه واکسین برابر کړي.

د دې ناروغۍ د کنټرول مرکزونو د معلوماتو له مخې یوازي 11.4 میلیونه دوزه واکسین ویشل سوی او 2.1 میلیون وګړو د یاد واکسین لومړی دور اخیستی دی.

جو بایډن ویلي، که دا لړۍ د اوس په څېر روانه وي، د امریکا د خلکو د واکسیناسیون چارې به میاشتې نه، بلکې کلونه وخت ونیسي.

منتخب ولسمشر د روانې میاشتې په سر کې ژمنه کړې وه، چې د خپلې کارې دورې په لومړیو سلو ورځو کې به ۱۰۰ میلیونه دوزه واکسین برابر کړي.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close