سیمه ایز خبرونه

هلمند کې ۴۱۴ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه

د هلمند ولايت د زرعت رياست ريس زلمى الکو وايې دغه مرسته د هغو کورنیو سره وسول ،چې د کرهڼي ریاست سره یې د انارباغ قوریه او بولان طبیعی ځنګل کې کار کړی وو او نن د کار په بدل کې د یاد ریاست په هڅو د Wfp مؤسسې له لوري د څلور قلمه خوراکي توکو مرسته وسوه
الکو زياته وي چې هر نفر ته 100 کیلو اوړه 12کیلو دال 10 کیلو غوړي یو کیلو مالګه شامل وو
د کرهني اوبولګو او مالدارۍ ریس وویل چې دا پروسه د شپژو میاشتو لپاره ده هر میاشت به دغه خلګ چې انارباغ قوریه او طبیعي ځنګل کې کار کوي غذایي مواد ور کول کیژي او راتلونکي کال کې به د انارباغ قوریې څخه په زرهاو مثمر او غیر مثمر نیالګي تولید ولرو همدارنګه به بې کار ه خلګو ته د کار زمینه هم برابر ه سوې وي ـ
د يادو مرستو د توضيع لپاره د هلمند ولايت مرستيال والي بریالى نظري هم راغلى و نظري وویل: په یاده مرسته کې شفافیت ځکه زیات دی ،چې یادو کسانو د کرهڼي ریاست سره د کرهڼي په برخه کي خدمت او کار کړی او نن د خپل کار په مقابل کې د یادو خوراکي توکو مرسته ترسره سوه.

نظري د ټولو همکاره مؤسسو غوښتنه وکړه،چې د خلکو سره د کار کولو په بدل کې مرستي وکړي ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره سي ـ
عبدالله حقمل پيوستون راډيو تلوېزيون هلمند

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close