سیمه ایز خبرونه

په غزني ولایت کې دشعور مجلې لومړۍ ګڼه چاپ سوه

په داسي حال کې چي بریښنایي مطالعه عامه سوې، او کابو هر لوستی په خپل ګرځنده موبایل کې بریښنایي کتاب او معلوماتي اپلیکشنون لری خو لاهم د چاپ بازار تود او مخ په ګرمیدو روان دی، په غزني ولایت کې د شعور په نوم مجله چاپ شوه چې په اسلامې موضاعاتو سربیره پکې ګڼ علمي او معلوماتي نظریات او مقالې را اخیستل سوې

دا چي دوئ ولي له بریښنایي مطالعې مخ اړولی او د نورو لپاره هم کاغذي مطالعه غوره ښیي
د نوموړې مجلې مدیر مسۇل محمدعارف لیوال وویل: ” د اغیزمنتیا له پلوه بریښنایي مطالعه کاذبه او کاغذي یې خورا ښه اغیزمنه تمامیږي، ځکه خو به یې بریښنایي دروغجنه او کاغذي یې ریښتینې مطالعه وګڼوو ”

نوموړې وایي دې ټکې ته په پام یې د یوې مجلې تکل کړی وو، چي بلاخره چاپ هم شوه، چي په غزنی ولایت سربیره د هیواد پلازمینې کابل، ننګرهار، لغمان، کنړ، خوست پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ، زابل، کندهار او هلمند ولایتونو ته خپره شوې، همدا راز دوئ ډاډ ورکوي چي د نوموړې مجلې نورې خپرونې به هم په پرله پسې توګه د هیواد هر کونج ته خپروي
دا چي ریښتیا هم دروغجنه او ریښتیني مطالعه شته یوو غزني میشتې محمد میرویس وویل: ما خو څه موده مخکې بریښنایې کمپیوتر کې مطالعه کوله خوڅه مې نه تري زدکول او یا به مې سترګو درد کاوه خو اوس چې کاغذي مطالعه کوم ذهن مې هم یو څه اخذ کولای شي او هم ورسره دخوشحالۍ احساس کوم.

دا په داسي حال کې چي د هیواد په کچه د اقتصادي پلوه چاپي مطبوعات کم رنګ دي، خو دوئ وایې چي موږ په سوداګریزو خبرتیاو غواړو نوموړې مجله په پوښو ودرو
محمدعارف رپاند

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close