نړیوال خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: چې د متخصصانو یوه ډله به د چین ووهان ښار ته راتلونکې میاشت سفر وکړي او د کرونا د اصل معلومولو لپاره به تحقیقات وکړي

دې وبا تر اوسه په نړۍ کې تر یو میلیون او شپږ لکه ډېر کسان وژلي دي او تر ۷۳ میلیونه ډېر کسان پرې اخته سوي دي.

لاهم دې سؤالونو ته ځواب نه‌دی ویل شوی چې دا ویروس څرنګه پیدا شو او لومړی ځل څرنګه انسان ته انتقال سو.

په پیل کې داسې باور و چې کرونا ویروس د ووهان په یوه بازار کې له څارویو انسان ته انتقال شوی دی، خو اوس متخصصان په دې فکر دي چې دا ویروس په بازار کې ډېر زیات سوی
داسې ګومان کېږي چې دا ویروس په اصل کې په اسمان څکالي کې و، خو هغه حیوان چې دا ویروس‌یې بیا انسان ته لېږدولی دی لا نه‌دی پېژندل سوی.

پیکنګ په دې برخه کې خپلواکو څېړنو ته زړه نه ښه کاوه، خو له میاشتو میاشتو خبرو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان د دې تحقیقاتو اجازه ترلاسه کړه

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close