سپورټ

د محمد الياس داعي په نوم په هلمند کې د کرکټ ۲۵ اوريزه سيالۍ پيلېږي

د کړکټ په دغو سیالیو کې د لښکرګاه ښاروالي، د ډاکتر عبدالرازق، د سباوون راډيو ټلوېزيون، د روحاني کرکټ اکاډمي او د اراکوزيا پوهنتون کرکټ لوبډلې لوبېږي

د دغو سیالیو تنظیموونکی ځايي کرکیټر ګل اغا نوید وایي، دغه سیالۍ یې د بیان د ازادۍ د قرباني الیاس داعي په نوم تنظیم کړې چې د پنځو ټیمونو په ګډون به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په لښکرګاه کې پیل سي.

د ښاغلي نوید په وينا په هلمند کې د کرکټ د ۲۵ اوریزه سیالیو د ترسره کېدو هدف‌یې دا دی چې د الياس داعي یاد ته د درناوي ترڅنګ په دې ولایت کې د کرکټ لوبغالی د هغه په نوم ونومېږي.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعې څه باندې یوه میاشت وړاندې د نومبر په ۱۲مه په لښکرګاه کې په یوه هدفي برید کې ووژل سو.

ورته لیکنی

Back to top button
Close
Close