سپورټ
د افغانستان د کرکټ ورو توپ اچوونکي قیس احمد د سرلنکا په کورني کرکټ لیک کې خپله لوبډله بریا ته ورسوله

تېره ورځ د لنکا په لیګ کې کولامبو کینګز ډامبو لا لوبډلې ته په شپږ ویکټو ماتې ورکړه.
په پرونۍ لوبه کې افغان توپ اچوونکي قیس احمد په توپ اچونه کې د مخالفې لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي وسوزول او په ۲۲ توپونو یې ۵۰ ناسوزېدلې منډې وکړې.
د نوموړي ښې توپ اچوونې او توپ وهنې کولامبو لوبډله بریا ته ورسوله.
د یادلو وړ ده چې د سرلنکا په لیګ کې د قیس احمد تر څنګ نوین الحق، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی او سمیع الله شینواری هم په بېلابېلو لوبډلو کې اخیستل سوي دي