اقتصاد
سږکال په ننګرهار کې د مالټو حاصل ۱۹۰۰ ټنه اټکل سوی

د ننګرهار ولایت دکانال شرکت مسوولان وایي، د دې ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ د مالټو باغونو حاصل سږکال ۱۹ سوه ټنه اټکل سوی دی.
د یاد شرکت ویاند سید همایون غریبمل زیاتوي چې، په دې سره به له پاکستان څخه د مالټو ورادولو تر ډېره مخه ونیول سي.
دا په داسې حال کې ده چې، د ننګرهار کانال اړوند په ۶۱۰ هکټاره ځمکه باندې د مالټو باغونه جوړ شوي او د حاصلاتو د لا زياتوالي په موخه تازه په ۴۳ هکټاره ځمکه باندې د مالټو نوي باغونه هم جوړ سوي دي.
مسوولان وایي کانال ادارې ته پاملرنه او پر وخت د مالټو باغونو ته د سرې او نورو کيمياوي درملو ورکړه د دې سبب شوې چې د مالټو حاصلات زيات شي.
ننګرهار کې د مالټو باغونو مخينه څو لسيزو وړاندې ته رسېږي چې، يو وخت يې حاصلات نورو هېوادونو ته هم صادريدل